د پوهنې وزارت سرپرستې د کمبودیا د څلورویشتمې نړیوالې ذهني سیالیو ګټونکو څخه ستاینه وکړه

media-moe
Mon, Oct 12 2020 2:09 PM
د پوهنې وزارت سرپرستې د کمبودیا د څلورویشتمې نړیوالې ذهني سیالیو ګټونکو څخه ستاینه وکړه

د پوهنې وزارت، کابل: د کامبودیا د څلورویشتمې سیالۍ ګټونکو د ویاړ مراسم د پوهنې وزارت سرپرستې رنگینه حمیدي او د دغه وزارت د مشرتابه غړو په شتون کې د خلکو د استازو، والدینو، زده کونکو او د توحید لیسې مدیر مسوول په ګډون ترسره شول.

آتنا غفوري، علی سینا رحیمي، میلاد کریمي، محمد یاسر غلامي، صبغت الله حیدري، مرجان یلاني او میرا فقیری توانیدلي دي چې، د کامبودیا هیواد څلورویشتمې ذهنې سیالیو کې چې د نړۍ څلویښت هیوادونو ترمنځ ترسره شوي لمړی، دویم او دریم مقام ترلاسه کړي.

آغلې رنګینه حمیدي د زده کړې په برخه کې د زده کونکو هڅې وستایلې او هغوی یې د هیواد د ماشومانو او راتلونکي نسل د زده کړې لپاره یوه بیلګه وګڼله او د زده کونکو له والدینو څخه يې د هغوی د هڅو له امله مننه وکړه.

آغلې حمیدي ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت د خدمتګار په توګه دوی ته د پرمختګ لاره پرانیزي.
آغلې حمیدي وویل چې ښوونه او روزنه د ټولو حق دی او ټینګار یې وکړ چې پوهنې وزارت به د ټولو لپاره دغوره ښوونې او روزنې د برابرولو په برخه کې په جدي ډول کار وکړي.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS