د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

media-moe
Sat, Jul 11 2020 4:48 PM
د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدي د سویل ختیځ زون له مدني فعالانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د مدني فعالانو استازو د پوهنې وزیرې سره په خبرو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو ولایتونو ستونزې، نظریات او اندونه په تیر بیا د ذهنیت جوړولو په برخه کې پوهنې وزارت سره شریک کړل.

همدارنګه د محرومو سیمو لپاره د ښوونې او روزنې د زمینې برابرول، د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښه او با کیفیته خدماتو وړاندې کول، نجونو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابرول او د هغوی څخه ملاتړ او هغه شمیر سودا ګرو پام د موضوع ته را اړول چې په دغه ستر بهیر کې ونډه اخیستل دا هغه څه وو چې په دې خبرو کې پرې بحث وشو.

آغلې حمیدي د سویل ختیځ زون له مدني فعالانو څخه مننه وکړه چې د معارف په اړه ستونزې یې پوهنې وزارت سره شریکې کړې او ژمنه يې وکړه چې د هیواد بچیانو ته به د با کیفیته ښوونې او روزنې په برابرولو کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي.

آغلې حمیدي د هیواد په ښوونیز نظام کې په اصلاحاتو ټینګار وکړ زیاته ېې کړه: د ښوونې او روزنې نصاب پخوا د سترو ننګونو سره مخ وو خو علمي او مسلکي اصلاحات به په تیره د بیا کتنې په برخه کې په پام کې ونیول شي او ټول ملي او اسلامې ارزښتونه به د هیواد داساسي قانون په رڼا کې خوندي وي

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS