په بدخشان او نورستان ولایتونو کې د دریو ښوونځیو جوړولو هوکړه لیکونه د هند سفارت سره لاسلیک شول
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت، اقتصاد وزارت او په کابل کې د هند سفارت سره د درې پراختیايي پروژو هوکړه لیکونه د بدخشان او نورستان ولایتونو د نمایندګانو په شتون کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
د پوهنې وزارت مالی او اداري معین، عبدالسبحان رووف وویل چې دا درې پروژې د ۹۰۰ زرو امریکایي ډالرو ارزښت لري چې د بدخشان ولایت په مایمې ولسوالۍ کې دوه بابه د نجونو ښوونځي او د نورستان ولایت په مرکز کې د هلکانو د یو ښوونځی جوړول شامل دي چې په دې ښوونځیو کې زده کونکي کولی شي په خوندي چاپیریال کې زده کړې وکړي.
د پوهنې وزارت مالي او اداري معین د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د همکارۍ او همغږۍ او همدارنګه د تعلیم په برخه کې د هند مرستو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې وزارت به په وخت سره د دې پروژو څار او پلي کولو لپاره جدي کار وکړي، دا پروژې به د ۲۰۲۱ کال تر پای پورې بشپړې شي.
په ورته وخت کې، په کابل کې د هند سفیر ویني کومار په افغانستان کې د هند ترټولو مهمې مرستو نه یادونه وکړه او ویې ویل چې هند اوس مهال په افغانستان کې د لوړې ټولنیزې اغیزې سره د کوچنیو پروژو تمویل باندې تمرکز کوي.
