د پوهنې وزیر په شعباتو کې د کارمندانو دکاري فعالیت او صحي ټکو ته د پام کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه
پوهنې وزارت: پوهنې وزیر ښاغلي محمدمیرویس بلخي د کوید ١٩ ویروس د پراختیا د مخنیوي او همدارنګه دکارمندانو د ښو خدماتو د وړاندې کولو او صحي ټکو ته د پام کولو په موخه د پوهنې وزارت له شعباتو څخه لیدنه وکړه په دغه لیدنه کې پوهنې وزیر په دې اړه کارمندانو ته لازمې لارښونې ورکړې تر څو په کاری بهیر کې لازم پرمختګ او د پام وړ لاسته راوړنی تر سترګو شي همدغه راز ښاغلي بلخي د شعباتو د ضد عفوني کولو بهیر هم له نږدې وکاته او په دې اړه یې هم صحي پرسونل ته اړینې مشورې ورکړې او تینګار یې وکړ چی په اوسنیو شرایطو کې ټول کارمندان خپلې حفظ الصحې ته جدي پاملرنه وکړي
