د ننګرهار پوهنې ریاست د یو معارف پال شخصیت ستاینه وکړه
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د هیواد او سېمې په کچه پېژندل شوی عصبي جراح ډاکتر احمد عبید مجددي د هغه مرستو ستاینه او قدرداني وکړه چې له پوهنیز بهیر سره یې تر سره کړي دي.
په هغه غونډه کې چي په همدې موخه د سره رود ولسوالۍ چارباغ صفا لېسه کې جوړه شوي وه، د پوهنې ریس حسیب الله شینواري ډاکتر احمد عبید مجددي هغه شخص وباله چې له پوهنیز بهیر سره یې مرستې د نورو خلکو د هڅونې لامل ګرځیدلي دی.
د پوهنې ریس وویل که په موږ ټولو افغانانو کې د ډاکتر صیب په څېر احساس پیاوړی شي نو بې له شکه زموږ ډیرې ستونزې به راکمې شي او خپل هیواد به اباد کړو.هغه پر زده کوونکو هم غږ وکړ چې د خپلو ښونځیو د چاپېریال په پاک ساتلو او زرغونتیا کې هلې ځلې وکړي.
همدارنګه ډاکڼر احمد عبید مجددي د معارف ریاست د مشرتابه له هڅونې او پېرزوینې نه د مننې په څرګندولو سره یې وویل د معارف په پرمختګ کې له زده کوونکو نیولې تر مشرانو پورې ټول مسولیت لرو. هغه لومړی پر والدینو غږ وکړ چې خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او ملاتړ یې وکړي .
نوموړي همدا راز له ښوونکو وغوښتل چې د خپلو زده کوونکو د ملې روحیې او دغه راز د تهذیب او سلیقې په پیاوړې کولو کې زیار وګالي .ډاکتر احمد عبید مجددي دغه راز د معارف ریاست له مشرتابه او منسوبینو هیله وکړه چې لا ډیر کار وکړي او پر ستونزو برلاسي شي.
د ډاکتر احمد عبید مجددي په غوښتنه او لارښوونه په یاده لېسه کې د ښوونځي اړتیاوو پوره کولو لپاره د ولسي بسپنو یو صندوق کېښودل شو، نوموړي له پوهنیز بهیر سره د خپلو نورو شخصي مرستو او د نورو ملګرو د مرستو راجلبولو ژمنه وکړه .
په دې مراسمو کې د چارباغ صفا د نجونو لېسې مدیرې شاهدې، دسره رود قومي مشر محمد انور اکرام او د ساداتو د شورا په استازیتوب محمد حنیف هم خبرې وکړې او دډاکتر احمد عبید مجددي د مرستو له امله یې مننه وکړه او هغه یې نورو مرستو ته وهڅاوه.
ډاکټر احمد عبید مجددي چې پخوا یې هم د چارباغ صفا لېسې سره د اوبو واټرپمپ او ملحقاتو او دغه راز د میوه لرونکو او ښکلایزو بوټو مرسته کړې وه اوس یې د یادې لېسې د ودانیو د ماتو شویو هندارو د رغاونې او جالۍ لګولو چاره ترسره او په راتلونکې کې یې د همدې ودانیو د دروازو او بریښنایي سیستم د رغاونې ژمنه وکړه.