د افغان- ترک لمړنۍ ښوونځۍ د پوهنې وزیر په شتون کې پرانستل شو
پوهنې وزارت- کابل: د افغان- ترک لمړنۍ ښوونځۍ د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او بیرول آکګون د ترکیې د پوهنې بنسټ عمومي رئیس په شتون کې پرانستل شو.
د دې ښوونځي په پرانسته کې، ډاکتر بلخي د افغانستان له ښوونې او روزنې سره د ترکیې هیواد له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، دا هیواد یې د افغانستان د ښوونې او روزنې ملګرۍ او همکار یاد کړ.
د ترکيې پوهنې بنسټ عمومي رئیس بیرول آکګون په دې غونډه کې د افغانستان د ښوونې او روزنې سره د همکاریو په دوام ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دا ښوونځۍ د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوۍ او د ۲۸۸ زده کوونکو لپاره د ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو ظرفیت لري.
