په ننګرهار کې د کلیوالی ښوونځي شورا د خپل ښوونځي سره د ۳۰۰ زرو افغانیو مرسته وکړه
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار دپوهنې ریس په لارښوونه او د کلیوالي ښوونځیو د کارکوونکو په هڅونه د سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري سیمې اوسیدونکو د خپل ښوونځي سره د درې سوه زره افغانیو مرسته وکړه . دیاد ښوونځي دملاتړ شورا د پوهنې په ریاست کې د ښوونېزې څارنې له امر عاشق الله عمرزي سره په ګډه ناسته کې وویل: په پام کې لري چې پر دې پیسو د خپلې سیمې کلیوالي ښوونځي ته چې دسیمې خلکو ورته درې جریبه ځمکه بیله کړې د احاطې دیوال جوړ کړي.
دښوونیزې څارنې امر عاشق الله عمرزي د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په استازیتوب د یادې شورا له دې پوهنپالي اقدام څخه مننه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ددې ښوونځي لپاره د ودانۍ په جوړولو کې به هم زیارګالي.
په روان کال کې د پوهنې ریس په هڅونه ګڼو پوهنپالو شخصیتونواو مرستندویه بنسټونو له پوهنیز بهیر سره د ځمکو او نورو برخو کې پام وړ مرستې کړي دي.
