په هلمند کې د ځوانانو خیریه موسسې د ۱۲۰ تنه زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وکړه
د پوهنې وزارت_هلمند: د ځوانانو خیریه موسسې د افغانانو د سعادت مند ژوند لپاره د هلمند پوهنې ریاست اړوند د نوآباد صافیانو ښوونځې د ۱۲۰ تنه زده کوونکو لپاره د قرطاسې مرسته وکړه.
د یاد خیریه بنسټ مسؤلین وایي د بي وزلو ماشومانو حمایه او هڅولو لپاره زده کوونکو ته درې کتابچې، قلم، پنسیل، پنسیل تراش، پنسیل پاک او یوه دوسیه د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر او د ښوونځې مدیر په شتون کي پر زده کوونکو وویشل شول.
د ځوانانو د خیریه بنسټ مسؤل د ملي سوداګرو وغوښتل چي د کتابونو او قرطاسیې په برخه کي د هلمند پوهنې ریاست ملاتړ او همکاري وکړي.
