د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د د ا.مارت پېژندنې آزموینې پر بریالیو زده کوونکو نغدي جایزې او ستاینلیکونه ووېشل.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په ياد ولایت کې د احسن العلوم مدرسې اداري او تدریسي چارې وارزولې او د ښوونیزو پروګرامونو د لاښه والي په برخه کې یې د زده کوونکو د زده کړې کچه هم وارزوله.
هرات
په لوېدیز زون کې د ښوونې او روزنې د ملاتړې ادارې مسئولینو د هرات ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره وکتل او د یادې ادارې د کاري پلانونو په اړه یې د ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس
مولوي سید محمد فیضي د جنرال محمد صدیق د نجونو عالي لېسې څخه څارنه وکړه او د يادې لېسې د اداري او تدریسي چارو د کتنې په ترڅ کې یې د زده کوونکو ښوونيزه کچه وڅېړله او د درسونو پر کیفیت یې ټینګار وکړ.