د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ولایت استالف ولسوالۍ له مرکزي لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۲۹
11

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د ځانګړي پلان له مخې، د کابل ولايت د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو له مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو سره د ليدنو په دوام، نن د یاد ریاست يو پلاوى د استالف ولسوالۍ مرکزي لېسې ته ولاړ او د همدې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره یې وکتل.

د کتنې پرمهال، یاد پلاوي د ټولنې په اصلاح کې د دیني لارښوونو پر رول هراړخیزې خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې په خپلو ورځنیو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» سنت او تګلاره عملي کړي.

د يادې لېسې مسئولينو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د یاد وزارت د مشرتابه او د دغه رياست له لارښوونو سره سم به خپلې ورسپارل شوې چارې پرمخ وړي او د دیني درسونو په حلقو کې به په جدي ډول برخه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

بلخ

د بلخ ولایت د ښوونځیو شوراګانو، د مزارشریف ښار اړوند د ابوریحان البیروني، رئیس عبدالخالق او عطا محمد لېسو ته د ۵۰ زره افغانیو په لګښت، د اوبو پمپونه، پایپونه او څاه ګان برابر او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت مرکز اړوند د امام اعظم «رحمه الله علیه» او عبدالله ابن مسعود «رضی الله عنه» د دارالحفاظونو اداري او تدریسي چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۱۱
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

هرات

د عاطفي خیریه بنسټ، د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې، په ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده کوونکو لاسي بکسونه، درسي توکي او جامې وویشلې.

کندوز

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست کارپوهانو. . .

BACK TO NEWS